جوزجان کې ۲۰ اجباري راستنېدونکو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

په جوزجان کې له پاکستان څخه ۲۰ اجباري راستنېدونکو کورنيو سره د لړم په ۲۴مه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

دغه کورنۍ، چې په دې وروستيو کې راستنې شوې وې او په موقتي کمپ کې د مهاجرينو چارو رياست له لوري ځای پرځای شوې وې هرې کورنۍ ته د سرې مياشتې، کليو پراختيا رياست او قوياش خيريه بنسټ په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې خېمې، خوراکي توکي، چې پکې۳ قلمه مواد شامل وو، روغتيايي کڅوړې چې پکې ۱۲ قلمه مواد شامل وو وېشل شوي دي.