بلخ کې لسګونه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

بلخ ولايت کې ۶۷ راستنېدونکو او له ګاونډيو هېوادونو څخه ډيپورت شوو کورنيو سره د لړم په ۲۳مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د مهاجرت نړۍوال سازمان په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې ۱۲ زره او ۴۰۰ او ۱۸ زره افغانۍ ووېشل شوې.