کندز کې ۴۸ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

د کندز ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۴۸ زيانمن شوو او اړمنو کورنیو سره د لړم په ۲۲مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ناروې د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۲۱ زره او ۷۶۰ افغانۍ وېشل شوې دي.