لغمان کې ۴۰ کورنيو ته پاخه شوي خواړ ووېشل شول

anwari_morr

له پاکستان څخه ۴۰ اجباري راستنېدونکو کورنيو ته د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د لړم په ۲۲مه پاخ  شوي خواړه ووېشل شول.
د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو د سرپرست په خبره ياد پاخه شوي خواړ د يو تن ملي سوداګر له لوري برابر شوي وو چې د راستنېدونکو په موقتي کمپ کې به د دوی د ښه راغلاست په موخه د درې ورځو له پاره ووېشل شي.
هغه وويل، دغه رياست د هغه اجباري راستنېدونکو له پاره چې له پاکستان څخه راستنیږي بشپړ چمتوالی لري او ټول امکانات به ورته برابر کړي.