د ايران څخه له  درې  زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ايران څخه درې   زره او ۴۷  تنه افغان مهاجر د لړم په ۲۱ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۱۹  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.