د پاکستان څخه له ۵ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د قندهار ولايت د سپين بولدک او د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې له پاکستان څخه د لړم په ۲۱ مه ۵ زره او ۵۷ تن افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ۶۰۸ کورنۍ، چې ۳ زره او ۳۴۰ تنه کېږي او ۱۰ تنه نور ازاد شوي افغانانان له دې لارې هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي او د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
همدارنګه د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ ۳۲۹ کورنۍ، چې يو زرو او ۷۰۱ تنه اجباري راستنېدونکي کېږي د تورخم له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي.
سرچينې زياتوي، چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته د نورو مرستوو تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.