بلخ کې د راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي په موخه د يما پطروليم ګروپ له لوري ۲۰ زره ډالره مرسته وشو

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د راستنېدنکو وضعيت ته د لاسرسي په موخه د يما پطروليم ګروپ له لوري د لړم په ۲۰مه د ۲۰ زره امريکايي ډالرو د مرستې خبر ورکړ.
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو  رئيس په خبره يادې پيسې د شرکت مسؤول د بلخ ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې ته سپارلې دي.
د بلخ ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې مسؤولينو د ياد شرکت څخه مننه وکړه او د مسؤولينو په خبره ټولې پيسې به راستنېدونکو ته په عادلانه او شفاف ډول ووېشل شي.
د ويلوده، چې  له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو د پروسې له شروع نه تر اوسه دغه ولايت کې ۳ زره او ۵۰۰ تنه  ثبت شوي دي.