غور کې د مرستو د جلب په موخه ناسته تر سره شوه

غور کې اجباري راستنېدونکو ته د مرستو د جلب او جذب په موخه د دغه ولايت د مرستيال او سرپرست په مشرۍ د لړم په ۲۰مه ناسته ترسره شوه.
د غور ولايت مرستيال او سرپرست مولوي روح الله په ياده ناسته کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو او ډيپورت شوو وضعيت ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د همکارو مرستندويه بنسټونو څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
په پای کې د ستونزو د ښه لاسري په موخه اته ګوني کمېټه جوړه شوه.