د ايران څخه له  دوو  زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ايران څخه  دوه   زره او ۶۱۰  تنه افغان مهاجر د لړم په ۲۰ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.

د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۳۹ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.