د پاکستان څخه له ۶ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک او د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې له پاکستان څخه د لړم په ۲۰مه ۶ زره او ۱ تن افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ۷۲۰ کورنۍ، چې ۴ زره او ۲۰۷ تنه کېږي او ۸۲ تنه نور ازاد شوي افغانانان له دې لارې هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي او د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
همدارنګه د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ ۳۳۱ کورنۍ، چې يو زرو او ۷۹۴ تنه اجباري راستنېدونکي کېږي د تورخم له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي.
سرچينې زياتوي، چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته د نورو مرستوو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.