له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو له پاره په جوزجان کې د مرستو د راټولو کمپاين پر لاره واچول شو

anwari_morr
-

د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو له پاره د مرستو راټولولو د کمپاين خبر ورکړ.
د جوزجان ولايت والي قاري ګل حيدر شفق د يوبل منلو او يوالي په اړه خبرې وکړې او له ټولو ادارو څخه يې د راستنېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
هغه وويل: د مرستيال والي په مشرۍ ۱۲ کسيزه کمېټه جوړه شوې، چې دوه مرستيالان لري، چې يو يې د اقتصاد رئيس او بل يې هم د مهاجرينو چارو رئيس دی، چې تر څو وکولی شي د دې کمېټې له لارې به د اړتيا وړ بشري مرستې راټولې او په راستنېدونکو به ووېشل شي.