له پاکستان څخه ۳ اجباري راستنېدونکې کورنۍ د پکتيکا ولايت څخه خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې

anwari_morr
-

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ ۳ راستنېدونکې کورنۍ چې ۱۵تنه کېږي د دغه ولايت څخه د لړم په ۱۸ مه خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې.
د سرچينې په خبره دوې  کورنۍ کابل  او يوه کورنۍ قندهار ولايت ته د لېږد کمېټې له لوري يادو ولايتونو ته ولېږل شوې او هرې کورنۍ سره د مالي کمټې له لوري ۱۰ زره افغانۍ مرسته هم تر سره شوه.
همدارنګه د يوبل خبر له مخې په دغه ولايت کې د موقتي استوګنې کمېټې د راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه يوه د اوبو ۳ لېتره ذخيره، ګرځنده تشنابونه، ۴ خېمې او د برېښنا وسايل یې  نصب کړي او په انګور هډه کې یې د کاري ټيم خبر هم ورکړی.