نږدې ۲۰۰ تنه  افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو آزاد شول

anwari_morr
-


۱۹۶ تنه افغان مهاجرين د پاکستان له زندانونو آزاد او د لړم په ۱۹مه هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمريت د راپور پر بنسټ ياد کسان د آزادېدو  وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته  ور وپېژندل شول.

سرچينې زياتوي چې يادو کسانو ته  د ناورې او ډنمارک د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته  د منفجره موادو په اړه معلومات او حقوقي مشورې ورکول شوې او هغه کسان چې عمرونه يې له ۱۸ کالو ټيټ وو د خپلو کورنيو د پېژندنې په موخه د بازسازي افغانستان بلند مؤسسې ته ور پېژندل شوي دي.