لسګونه زره اجباري راستنېدونکي د هېواد په پولو کې د عالي کميسيون د ګمارل شوو کمېټو له خدمتونو څخه برخمن شول
دراستنېدونکو وضعيت ته د رسېدو کميسېون وياند بلال کريمي د معلوماتو پر بنسټ لسګونه زره اجباري راستنېدونکي د لړم په ۱۴مه او ۱۵مه د هېواد په پولو سپين بولدک، اسلام قلعه او تورخم کې د ياد کميسېون د ګمارل شوو کمېټو له خدماتو څخه برخمن شوي دي.
د سرچينې په خبره په سپين بولدک کې ۱۱ زره سيمکارتونه او په تورخم کې ۱۶ زره او ۵۸۹ سيمکارتونه موقتي په وړيا توګه وېشل شوي او د موجوده شمېرو له مخې د سپتمبر له ۱۷ څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۶ مې ۳۷ زره کورنۍ چې له ۲۰۰ زرو ډېرکسان کېږي د تورخم له لارې هېواد ته راستانې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د خالد لمر شرکت په مالي مرسته په تورخم کې خدماتي کمېټې ته ۲ زره او ۸۷۳ کمپلې سپارل شوې، چې د خدماتو د وړاندې کولو په چوکاټ کې ۴ امبولانسونه ځانګړي شوي، ۱۰ روغتيايي مرکزونه او ۵ ګرځنده ټيمونه په تورخم کې راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کوي. همدارنګه يادې کمېټې په تورخم کې ۸۶ زره راستنېدونکو ته پاخه شوي خواړ وېشلي، يو زرو او ۹۱۵ تنو ته په تورخم کې د خالد بن ولید قول اردو روغتيايي مرکز او ۴ زره او ۶۰۰ راستنېدونکي د سرې مياشتې ادارې په مالي مرسته تداوي شوي او همدارنګه ۶ شفاخانې په امبولانسونو مجهزې د کابل تورخم په لويه لارې فعالې شوي دي.
سرچينې زياتوي، چې ۴ زره او ۴۳۸ تنه تېره ورځ په تورخم کې ثبت او راجستر شوي او لسګونه کورنۍ د ۳۹ نقليه وسايطو څخه په استفادې د ننګرهار، لغمان او کونړ بېلابېلو ولسواليو ته لېږدول شوې دي.
همدارنګه ۷۰ خېمې په لعل پورې ولسوالۍ کې جوړې او ۳ ژورې څاه ګانې او ۲۰۰ نوې خېمې نصب شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
په تورخم کې د موقتي کمپونو د پراختيا په موخه د کابل مرستيال ښاروال او د ننګرهار او تورخم ښاروالانو ګډه ناسته کړې او په کمپونو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او پراختيا په موخه يې لازمې پرېکړې کړې دي.
همدارنګه د قندهار ولايت په سپين بولدک کې د موقتي استوګنې کمېټې د سپين بولدک لېسې کمپ کې ۲۰۰ خېمې نصب کړې او زيات شمېر روغتيايي سرويسونه يې چمتو کړي او د اوبو ستونزه حل شوې.
د ثبت او تثبيت کمېټې مسؤلينو يو زرو او ۳۲ کورنيو، چې ۶ زره او ۱۵۲ تنه کېږي په سپين بولدک کې ثبت او بايومتريک کړي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
د مالي مديريت د تنظيم کمېټې په سپين بولدک کې سلګونه کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ وېشلې او د جوماتونو او زده کړو د تنظيم کمېټې په سپين بولدک کې د سهار او ماسپښين د لمانځه وروسته د غازي عبدالله خان په لېسه کې راستنېدونکو ته د صبر، ثبات او تدابيرو په اړه خبرې وکړې.
د ترانسپورت کمېټې تېره ورځ ۸۰۸ کورنۍ، چې شمېر يې ۴۷ زره او ۶۳ تنو ته رسېده د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته په ۱۱۳ موټرونو کې لېږلي. په ټوله کې يو سلو او ۷۳ زره افغانۍ د مالي کمېټې له لوري يادو کورنيو ته ورکول شوې دي.
همدارنګه د راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدو عالي کميسېون دارالنشاء مسؤلينو د هرات ولايت په اسلام قلعه کې د ترانسپورت او استوګنې موقتې کمېټو له استازو سره ليدلي، وروسته يې د چارو د ښه والي په موخه د هرات ولايت د علماوو شورا له رئيس او غړو سره ناسته وکړه او لازمې پرېکړې يې ونيولې.
د استوګنې موقتې کمېټې مسؤولینو د پکتيکا ولايت د انګور هډې او توري ګذرګاوو څخه ليدنه کړې او په دواړو لارو کې يې د راستنېدونکو وضعيت وڅېړه او د پکتيکا ولايت د استوګنې موقتې کمېټې ته یې دنده سپارلې چې د اوبو رسولو سيستم او د اوبو رسولو په برخه کې دې اسانتياوې برابرې کړي او ټانکرونه، ګرځنده تشنابونه او خېمې دې چمتو او نصب کړي.
