په پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه 

anwari_morr

بسم الله الرحمن الرحیم

له تیرو پنځه څلویښتو کلونو را په دې خوا افغانان د اشغالونو او جګړو له امله په مختلفو هېوادونو کې له مهاجرت او خورا ډيرو مشکلاتو سره مخ دي، یاد حالت پر افغانانو تپل شوی او زموږ ملت ورته مجبوره کړل شوی و.

اوس چې افغان مهاجرين له بیلابیلو ستونزو او اجباري اخراج سره مخامخ شوي؛ نو لاندې څو ټکې مهم او اړین بولو.
۱ـــ له ټولو هغو هیوادونو څخه لومړی مننه کوو چې په تیرو څه باندې څلويښتو کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هیوادونو کې ځای ورکړ، اوس یو ځل بیا ترې غواړو افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له آماده ګیو څخه جبرا اخراج شي؛ بلکې وخت ورکړي او اړوند هیوادونه د حسن همجوارۍ، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې له تحمل څخه کار واخلي.

٢ـ په کومو هیوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده ایجاد کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري
٣ـ له ګاونډیو هیوادونو څخه غواړو چې د اسلامي اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.
٤ــ له کومو هیوادونو څخه چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرائط پرې وضع کړي.

٥ ـ هغه افغانان چې له نورو هېوادونو څخه د وروستیو مشکلاتو او د ځينو هېوادونو د دريځونو له امله مجبوریږي؛ تر څو وطن ته راشي، باید ټول افغانان، خصوصا زموږ سرمایه دار او تاجران وروڼه، ټول د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون سره په هماهنګي د هغوی په انتقال، اسکان، سرپنا، درملنې او نورو اړوندو برخو کې مرسته وکړي او هغوی هیر نه کړي
٦ــ داچې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت، واحده رهبري او د افغانانو ترمنځ د ورورۍ فضا ایجاد شوې، د ټولو راستنیدونکو مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت مسئولینو ته  حکم شوی چې په ډير اخلاص او توجه سره د خپلو مهاجرینو په خدمت کې هلې ځلې وکړي او کوښښ دي وکړي چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د را ستنیدونکو مهاجرینو ښه خدمت وشي

٧_ د تجارت او صنعت وزارت او نور اړونده وزارتونه او ادارې دې راستنیدونکو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

٨ -  هغو هیوادوالو ته چې د سیاسي تشویشونو له امله له هیواده وتلي، ډاډ ورکوو چې بیرته راستانه او په خپل هیواد کې آرام ژوند وکړي.
الله تعالی دي د اسلامي امارت مسئولینو او ټولو افغانانو ته توفیق ورکړي چې د مهاجرینو لپاره اسانتیاوې برابرې او خدمت یې وکړي.

آمین یا رب العلمین.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۶/۴/۱۴۴۵ھ ق

۹ / ۸ /۱۴۰۲ھ ش - 2023/10/31 م