د ايران او پاکستان څخه له اوو زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران او پاکستان څخه ۷ زره او ۱۴۶ تنه افغان مهاجر دلړم په ۸ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ۵۳۰ کورنۍ، چې درې زره او ۵۷۲ تنه کېږي د پاکستان څخه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي،چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
په ورته وخت کې د يوبل خبر له مخې يو زرو او ۵۷۴ تنه نور افغان مهاجر، پخپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو له ډلې يې ۱۹۹ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول،چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.