د ايران  او پاکستان څخه له ۱۳ زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ايران او پاکستان  څخه  ۱۳  زره او ۷۶۳  تنه افغان مهاجر د لړم په ۷ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د ننګرهار ولايت  د تورخم د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ يو زرو او ۲۳۷ کورنۍ، چې  اته زره او ۴۲۸ تنه کېږي د پاکستان څخه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
د يوبل خبر له مخې ۳ زره او ۳۳۵ تنه افغان مهاجر د لړم په ۷مه په  خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو له ډلې يې ۳۵۸  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول،چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.