په  يو شمېر ولايتونو کې له دوه زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې

anwari_morr

د تلې د ۲۹ څخه د لړم تر ۴مې په ۱۶ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې دوه زره او ۶۴۹ کورنيو سره  مرستې شوې.
يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په قندهار، ننګرهار، خوست، پکتيکا، بغلان، سرپل، هرات، لغمان، پکتيا، نورستان، سمنګان، هلمند، غزني، بادغيس، پروان او بلخ  ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو  په همکارۍ د يوشمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو  په مالي مرسته  ور سره د خوراکي توکو، نغدو پيسو، روغتيايي کڅوړو او د صابون د توليد د وسايلو مرستې  ترسره شوې دي.