په  يو شمېر ولايتونو کې سلګونه  کورنيو سره  مرستې  شوې

anwari_morr
-

په غزني، پنجشېر، باد غيس، سمنګان، پکتيا او خوست ولايتونو کې ۸۲۰ کورنيو سره د لړم په ۳مه مرستې وشوې.
د يادو مرستو له ډلې په پنجشېر ولايت کې د ۳۴ کورنيو ته ۶۱ زره او ۸۰۰، په بادغيس کې ۱۲۷ کورنيو ته د سوداګرۍ د پرمختيا له پاره ۳۰ زره افغانۍ، غزني کې ۱۰۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ، ۱۰ کورنيو ته په دوو کټګوريو کې ۳۵ زره او ۵۰۰ او ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ او په پتکيا ولايت کې ۲۲ کورنيو هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په مالي مرسته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.
همدارنګه په سمنګان  ولايت کې د اکشن ايد مؤسسې په مالي مرسته ۴۶۸ کورنيو ته ۹ زره او ۲۵۰  افغانۍ، يوه يوه روغتيايي کڅوړه، چې پکې ۱۴ قلمه اجانس شامل وو، په ننګرهار کې د مهاجرت نړيوال سازمان په مالي مرسته ۶۳ کورنيو ته په دوو کټګوريو کې  ۳۰ زره او ۴۰۰ او ۱۲ زره او ۴۰۰ افغانۍ، يوه يوه روغتيايي کڅوړه او په خوست ولايت کې د همغږۍ مؤسسې په مالي مرسته ۷۰ کورنيو هرې کورنۍ ته په بېلابېلو کټګوريوکې ۱۲ زره او ۹۷۰، ۸۵ زره او ۶۱۰ او  ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدې وېشل شوې دي.