د هېواد غېږه د ټولو افغانانو لپاره خلاصه ده، په ابرو او په عزت سره هېواد ته راستانه شئ

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني د کندهار ولایت، د سپین بولدک له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني سپین بولدک کې د مهاجرینو چارو آمریت د کارونو ارزونه وکړه، د راستنېدونکو ستونزې یې واورېدې او له یوشمېر سره یې نغدي مرستې هم وکړې
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، د مهاجرینو د راستنولو لپاره اسلامي امارت په لوړه کچه تیاری نیولی، د هېواد غېږه د ټولو افغانانو لپاره خلاصه ده او ټول باید په ابرومندانه توګه خپل هېواد ته راستانه شي
ښاغلي حقاني د مهاجرت نړیوال سازمان ای او ام، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې اوچا او یو شمېر نورو همکارو موسساتو له مسولینو سره هم ولیدل، ددوی کارونه یې وارزول او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې
په لیدنه کې د یادو موسساتو مسؤلینو د مهاجرینو چارو وزیر ته خپل کاري راپور وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه، چې د راستنېدونکو زیات تعداد ته په کتو به خپل کاري پرسونل او امکانات نور هم زیات کړي

_

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

بېرته خبرونه ته