سرپل کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د دغه ولايت په سوزمه قلعه او سنچارک ولسواليو کې د تلې په ۲۷مه ۸۳ کورنيو سره نغدي او د غير خوراکې توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته ۵۹ کورنيو هرې کورنۍ ته د پخلنځي وسايل، کورنۍ او روغتيايي کڅوړې او ۲۴ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
د يو بل خبر له مخې د سنچارک ولسوالۍ د نجونو لېسې ۲۵۶ تنو نورو زده کوونکو سره روغتيايي کڅوړې، چې پکې ۱۸ عدده صابون او یو قوطی د عفوني ضد مايع د يادې ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې وېشل شوې دي.