د وزارت د دريو اعلان شوو بستونو ليکنۍ ازموينه واخيستل شوه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
-

د نورستان، بدخشان او دايکندي ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو اړوند د بېځايه شوو د عمومي مديريتونو د څلورم بست  ليکنۍ  ازموينه د مهاجرينو چارو زوارت د ناستو په تالار کې واخيستل شوه.
په ياده ازموينه کې د ګډونکوونکو شمېر۶۲ تنه وو چې له دوی څخه به درې تنه د لوړو نمرو ګټونکي د يادو ولايتونو له پاره ور وپېژندل شي.
د وزارت د بشري سرچينو رئيس مفتي مدير ګل احمدي د ازموينې ګډنوالو ته په خبرو کې وويل، امارتي پوستونه يو امانت دی، چې خپلو خلکو ته سپارل کېږي او ازموينه  اخيستل يوه اړتيا ده او له شک پرته هغه کسان چې وړتيا ولري او لوړې نمرې تر لاسه کړي جذبيږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د كډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلو مشرانو او مخورو روحاني بابا ولسوالۍ ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو د وضعیت او مېشتېدو په اړه له محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
دغو مخورو وویل، چې راستانه شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره وکتل.

آغلې ميهیونګ پارک له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې د مالي سرچینو د کمښت سربـــېره هڅه کوي اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
ن. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .

بېرته خبرونه ته