ننګرهار کې د داخلي مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
-

د مهاجرينوچارو مسلکي مرستيال او د اجباري راستنېدونکو کډوالو وضعيت ته د رسېدو کمیسیون رئيس ننګرهار ولايت ته د تلې په ۲۵مه د خپل سفر په جريان کې په دغه ولايت کې د يو شمېر داخلي همکارو مؤسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې مولوي عبدالرحمن راشد د جبري راستنېدونکو د شمېرو د زياتوالي يادونه وکړه ويې ويل، چې دوی لنډ مهالو کمپونو، خوراکي او غير خوراکي توکو، روغتيايي خدماتو وړاندې کولو او د څښاک اوبو ته جدي اړتيا لري او له همکارو بنسټونو مو دا غوښتنه ده، چې لا زياتو ټيمو په جوړولو سره د خدمتونو د وړاندې کولو بهر ګړندی کړي.
د داخلي مؤسسو او انجوګانو استازو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه، چې مستحقينو ته د لاسرسي بهير به ګړندی کړي.