له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې
د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د تلې په ۲۴ مه د تورخم له لارې په پاکستان کې میشت ۵۳۴ افغان کډوالې کورنۍ د راستنیدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، ۵۳۴ کورنۍ چې درې زره او ۳۲ تنه افغانان کېږي هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو چارو ریاست کې تر نوم لیکنې وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفترونو ته ور وپېژندل شوې.