په غزني، بلخ او میدان وردګو ولایتونو کې له څه باندې ۷۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په غزني، بلخ او میدان وردګو ولایتونو کې له سروې وروسته له ۷۱ کورنیو سره د تلې په ۲۴ مه د یادو بنسټونو له لوري نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په غزني ولایت کې ۴۸ بې ځایه شویو کورنیو، راستنېدونکو، کونډو او اړمنو کسانو سره په دوو کټګوریو کې د ۱۰ او ۱۱ زره افغانیو په ارزښت د ډنمارک د مهاجرینو شورا مالي مرسته تر لاسه کړه.
د بلخ ولایت ۱۴ بې ځایه شویو کورنیو ته د امریکا او افغانستان د دوستۍ بنسټ له لوري هرې یوې ته د ۵ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي، او په میدان وردګو ولایت کې د طبیعي پېښو له امله له زیانمن شویو ۹ کورنیو سره د ډنمارک له خوا ۳۷ زره افغانۍ ووېشل شوې.