د ايران څخه له درې  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د ايران څخه درې زره او ۱۹۳  تنه افغان مهاجر د تلې په ۱۹مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.

د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو کورنۍ او مجردين شامل وو، چې  له ډلې يې ۲۸۵ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.