په يو شمېر ولايتونو کې له ۱۳ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې

د تلې د ۸ څخه تر ۱۳مې پورې په ۱۲ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لوري له ديارلس زره او ۵۳۱ کورنيو سره مرستې شوې.
يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په قندهار، بدخشان، کاپيسا، خوست، ننګرهار، لغمان، بادغيس، پکتيکا، بغلان،سمنګان،باميان او تخار ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يوشمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو په مالي مرسته ورسره د خوراکي توکو، نغدو پيسو، روغتيايي کڅوړو او د صابون د توليد د وسايلو مرستې ترسره شوې دي.