له  پاکستان څخه دوه زره  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د تلې د ۸ مه مې څخه ۱۲ مې نیټې پورې دوه زره  تنه افغان مهاجر له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې ۳۵۰ کورنۍ، چې ۲ زره تنه کېږي له پاکستان څخه هېواد ته راستانه او د اسلام قلعې په سرحدي آمريت کې له ثبت څخه وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.
سرچينې زياتوي، چې يو شمېر راستنېدونکي، چې په بېلابېلو ناروغيو اخته وو د سلامت شبکې له لوري يې وړيا درمنله وشوه.
همدارنګه د ناروې او ډنمارک د کډوالو ادارو له لوري د حقوقي او عامه پوهاوي مشورو سربېره هر کس ته د خوراکي توکو کڅوړه ووېشله.