بلخ کې ۲۱۳ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بلخ  ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه و لايت کې ۲۱۳ راستنېدونکو کورنيو ته د وږي په ۹ مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.

يادې کورنۍ د بلخ  ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په  شولګر ولسوالۍ کې سروې شوې وې، چې د آبي هلال خيريه بنسټ  په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۷  قلمه خوراکي توکې ووېشل شول.