لغمان کې له زرو زياتو کورنيو ته د کار زمينه برابره شوه

anwari_morr
-

د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې یو زرو او ٢٥٠ راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته د تلې په ٦ مه د کاري زمينې د برابرولو خبر ورکړ.

د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو د رييس په خبره ياده برنامه د دغه رياست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته په لاره اچول شوې، چې د دې برنامې له لارې د لغمان ولايت د مهترلام اړوند، د الینګار، علیشنګ او دولت شاه ولسواليو کې ١٠٠٠ تنو ته د ویالو د پاکولو په مقابل کې د میاشتې ١٥٠ امريکايي ډالره ورکول کېږي.

هدارنګه ٥٠ تنه ښځينه کارکوونکې د لغمان ولايتي روغتون کې د صفا کارۍ او ٢٠٠ تنه نور د ونو د کينو لو په موخه وګومارل شول.