باميانو کې له ۲۰۰ زياتو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
=

د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لارې ۲۲۵ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو سره د تلې په ۲مه د خوراکي او روغتيايي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ادرا مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو آمريت ترڅارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۴ قلمه خوراکي توکي او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.