بدخشان کې له ۳۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
بدخشان ولايت کې ۳۶۸ کورنيوسره د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لارې د وږي په ۲۹مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په داريم ولسوالۍ کې د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د افغانستان له پاره د هالنډ کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته د غذايي مصونيت، د بېوزلۍ د کمولواو د ژوند د کچې د لوړولو په موخه ۱۱ زره او ۳۳۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د ويلو ده، چې يادو کورنيو سره مخکې هم په دوه قسطونو کې ورته مرستې ترسره شوې دي.