هرات کې له ۱۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په دغه ولايت کې ۱۱۲ کورنيو سره د کور جوړولو په موخه د وږي په ۲۸مه مرستې وشوې.

يادې کورنۍ، چې مخکې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په ګذره ولسوالۍ کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لوري هرې کورنۍ ته په بېلابېلو کټګوريو کې له ۱۴ زرو څخه تر ۴۷ زرو پورې افغانۍ ورکړل شوې.