بغلان کې د بېځايه شوو د حقوقو په اړه د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

د افغان پراختيايي موسسې له لوري د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ په دغه ولايت کې بېځايه شوو ته د انساني حقوقو په اړه د عامه پوهاوي برنامه د وږي په ۲۰مه ترسره شوه.
ياده برنامه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د سولې د مهاجرينو او پلخمري ښار د مهاجرينو د اتحاد ښارګوټو کې ترسره شوه، چې پکې يو شمېرعلماوو، مخورو او بېځايه شوو شتون درلود.
د برنامې په جريان کې د انساني حقونو، د شخړو پرحل، د مهاجرينو د حقوقو، راستنېدنکو او د اخلي بېځايه شوو او د بيا مېشتېدو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.