د ايران څخه له دوو زرو زيات افغان  مهاجر هېواد ته راستانه  شول

sadam_morr
-

 د ايران  څخه  دوه زره  او ۵۳۶ تنه افغان مهاجر د وږي  په ۲۰ مه  هېواد ته راستانه  شول.

د هرات  ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره  په يادو راستنېدونکو کې  کورنۍ او مجردان شامل وو، چې له ډلې يې ۱۳۶۳  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ور سره وشوې.