پروان ولایت کې ۱۳ کورنيو سره مرستې وشوې
د انساني مرستو د همغږۍ موسسې له لوري د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۱۳ کورنيو سره د وږي په ۱۹مه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ ،چې مخکې د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې له منځه يې ۱۲ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۷ زره او ۵۰۰ او يوې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.