سرپل او جوزجان ولايتونوکې شاوخوا ۳ زره کورنيو سره روغتيايي مرستې وشوې
د مهاجرت نړيوال سازمان له لورې د سرپل او جوزجان ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د زمري په ۷مه د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو ادارو له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې په سرپل ولايت کې ۳۴۸ کورنيوته او په جوزجان کې ۲ زره او ۴۲۳ کورنيو سره د روغتيايي کڅوړو مرستې شوي دي.