د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له مسؤل سره ليدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۲۰:۱۱
_

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج محمد اجمل وياړ په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له سرپرست  ښاغلي عدنان بغجاتي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د ياد دفتر د فعاليتونو، راستنېدونکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو، د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د راستنېدونکو د پذيريش لپاره د دفتر د پرانيستې، د هرات ولايت په اسلام قلعه، د قندهار ولايت په سپين بولدک، د ننګرهار ولايت په تورخم او يوشمېر نورو مرزونو کې د ياد دفتر ستونزو ته د رسېدو په اړه خبرې وشوې او ښاغلي عدنان په يادو ځايونوکې  د شته ستونزو په حل کې د خپل دفتر د همکاريو ژمنه وکړه.
همدارنګه دواړو لوريو په لازياتو همکاريو او همغږيو ټينګار وکړ.
په دې ليدنه کې د مهاجرينو چارو وزارت  حقوقي سلاکار او د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مولوي محمود الحق احدي او د مهاجرت نړيوال سازمان د پروګرامونو او اړېکو مسؤلينو هم شتون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته