جوزجان کې له درې سو زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۳۶۸) کورنيو سره د چنګاښ په (۱۳) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، مخکې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې ددغه ولايت په درزآب ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې ( ۱۹۹) کورنيوته (۹۸) زره افغانۍ او (۱۶۹) کورنيو هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه (۲۹) زره او (۱۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
د ويلوده، چې يادو کورنيو ته سره مخکې هم په لومړي قسط کې نغدي مرستې شوې وې.