د پاکستان څخه له دوه سو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د پاکستان څخه دچنګاښ په (۴) مه (۲۳۰) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د څښاک اوبه، بيسکويټ او خپلو اصلي سيموته د لېږد په موخه کرايه ورکړل شوه.