د حکومت  ټيټ او لوړ بستونه امانت دی هرڅوک چې دا مسؤلیت په غاړه لري بايد خپله دنده په اخلاص او د خداى له وېرې سرته ورسوي

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۹:۵۱
-

دغه خبره دمهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د یوشمېر مرکزي ریسانو د معرفي کولو پرمهال وکړه.
د وروستیو بدلونونو له مخې، مولوي محمدجان خدرخېل په خپله خوښه راستنېدو ته د هڅونې د رئیس، الحاج غلام نبي دادخېل د حقوقي ملاتړ د ،انجنیر دادګل نايب د ښارګوټو د خدمتونو، مولوي مسعود آخندزاده د ارشاد او دعوت او الحاج اصل خان مصلح د دغه  وزارت د تدارکاتو د آمر په حیث مقرر شو.
ښاغلي حقاني د پورتنیو مسؤلینو د معرفی کولو پرمهال وویل، چې په ادارو کې تغییرات، ترفیع او ګوښه کول معمول او د بدلونونو اصلي موخه د چارو موثريت،  ښه کول او د بریالي مسؤل هڅول دي.
هغه زياته کړه، خلک بايد په دې خوشحاله نه شي او نه ویاړ وکړي،چې د ریاست، معینیت او وزارت په څوکيو ګومارل شوي دي، ځکه دوی ته د ملي باور له مخې ډېر مسووليت ور سپارل شوى دى.
نوموړي وویل،  مسوولين بايد د خداى او د خلکو وېره او رضا په پام کې ونيسي او په پوره امانتدارۍ، مسووليت او ښو اخلاقو سره خپلې کړنې تر سره کړي. 
نویو ګمارل شوو مسؤلینو د اسلامي امارت د مسؤلینو د اعتماد څخه چې پردوی یې کړې مننه وکړه او  ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې دندې به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته