په يوشمېر ولايتونوکې  له شپږ زرو  زياتو کورنيو  سره  مرستې شوي

sadam_morr
-

 د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې تېره اوونۍ د غوايي د (۲۳) مې څخه تر ( ۲۸) مې د هېواد په څوارلس   ولايتونو کې (  ۶۳۰۰) کورنيو سره  مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې  د جګړو او طبيعي پېښو له امله په ننګرهار، خوست، ميدان وردګ، سمنګان، جوزجان، بلخ، بدخشان، قندهار، غزني، بغلان، هرات، سرپل، تخار او باميانو ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو له لارې د يوشمېر همکارو مرستندويه  بنسټونو په همکارۍ  هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو کڅوړې، نغدې پيسې او د سوخت مواد وېشل شوي دي.