د مهاجرينو چارو وزارت له لارې  زره  تنه افغان مهاجرين  د حج د فريضې لپاره  سعودي عربستان ته ځي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۵۵
-

بيت الله شريف ته د حج د فريضې د ادا کولو لپاره د  (۱۰۰۰) تنو جاجيانو قرعه کشي د مهاجرينو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني له  لورې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره  شوه.
د مراسمو په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت  ارشد سلاکار مفتي محمود ذاکري د پېغمبرانو په زمانه کې د قرعه کشۍ د شاليد په اړه معلومات ورکړل. وروسته  د مهاجرينو چارو وزير د حج غوښتونکو د ټاکلو پرڅرنګوالي خبرې وکړې ويې ويل، په ټولو کې د حج لپاره  (۴۵۰۵) تنو نومليکنه کړې وه، چې  د حج او اوقافو وزارت له لورې دغه وزارت ته  زر  تنه سهميه ورکړل شوې وه.
ښاغلي حقاني وويل، د  شفافيت او د فساد د مخنيوي په موخه يې  د چارو ادارې،  حج او اوقافو وزارت او  راستنېدو ته د هڅونې رياست د مسؤلينو او کار کوونکو په ګډون يوه کمېټه جوړه کړې او په پام کې ده چې د ايران، پاکستان او يوشمېر نورو هېوادونو څخه (۱۰۰۰) تنه  مهاجرين د قرعه کشۍ له لارې و ټاکل شي.
د هغه په  خبره هغه کسان، چې نومونه يې د قرعه کشۍ له لارې را وتلي، هېواد ته به راځي او د  اداري مراحلو د بشپړېدو وروسته به سعودي عربستان ته ځي.
ورپسې مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د پروسې د پيل او جريان په اړه خبرې وکړې او د يادې کمېټې له غړو او په بهر کې د مهاجرينو د اتشې څخه مننه وکړه، چې  په لنډ وخت کې يې دغه پروسه  ترسره کړې ده.
همدارنګه د چارو ادارې او د حج او اوقافو وزارت  استازو هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مهاجرينو چارو وزارت د هڅو ستاينه وکړه.
 وروسته د مهاجرينو چارو وزارت  د رهبرۍ هيئت او د ټاکل شوې کمېټې  په شتون کې  قرعه کشي د مهاجرينو چارو وزارت د وزير له لورې  شروع شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته