جوزجان او بغلان کې لسګونو کورنيو ته د لمريزې برېښنا تختې ورکړل شوې

sadam_morr
-

د (AKAH) او (UNHCR) دفتر له لورې د جوزجان او بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ ( ۶۶) کورنيو ته د غوايي په ( ۲۶) مه د لمريزې برېښنا تختې ووېشل شوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه تختې، دوه بطرۍ او د اړتيا وړ وسايل ووېشل شول.