د پاکستان څخه  سلګونه  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غوايي د (۲۳) مې څخه تر (۲۵) مې ( ۸۶۰) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.

د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۱۴۲) کورنۍ، چې ( ۸۶۰) تنه کېږي په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي،چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او د (UNHCR) دفتر  ته ور وپېژندل شول.

د سرچينې په خبره هغه راستنېدونکي چې په يوشمېر ناروغيو اخته و د درملنې په موخه د هلت نيت موسسې ته ور وپېژندل شول.

همدارنګه د (NRC) موسسې له لورې هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو يوه يوه کڅوړه وېشل شوې ده.