سمنګان کې شاخوا (۲۰۰) کورنيو سره مرستې وشوې

د (AHF) موسسې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۹۸) کورنيو سره د غوايي په ( ۲۴) مه مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې په روی دواب او حرم سارباغ ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې په دريو کټګوريو کې ( ۱۶۱) کورنيو ته (۱۱) زره (۴۵) افغانۍ، دوو کورنيو ته (۱۹) زره او (۱۰۰) افغانۍ او (۳۵) کورنيو ته ( ۲۵) زره او ( ۵۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
د يوبل خبر له مخې په دې ورستيو کې د سمنګان ولايت په حرم سارباغ ولسوالۍ کې د غوايي په (۲۳) مه ځايي خلکو ته يو شمېر مالي او ځاني زيانونه اړولي.
د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رئيس په خبره ، د يادو سېلابونو له امله لسګونه وزې او کرنيزې ځمکې زيانمنې شوي دي.