جوزجان کې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

د (UNHCR) دفتر له لورې په جوزجان کې ( ۷۷۰) کورنيو سره د غوايي په (۲۴) مه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ،چې مخکې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، د اړتياوو په نظر کې نيولو وروسته ( ۸۱) کورنيو هرې کورنۍ ته (۴۸) زره او (۵۵۰) افغانۍ، يوې کورنۍ ته ( ۵۶) زره او (۳۰۰) افغانۍ او ( ۶۸۸) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۲۹) زره او ( ۱۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.