لوګر کې له زرو زياتو کورنيو ته د چرګانو د وېش لړۍ پيل شوه

د (WSTA) موسسې له لورې د لوګر ولايت د مهاجرينوچارو آمريت په همکارۍ( ۱۱۵۰) کورنيو ته د غوايي په (۲۰) مه د چرګانو د وېش لړۍ پيل شوه.
په پام کې ده، چې هرې راستنېدونکې او بېځايه شوې کورنۍ ته (۳۰) چرګانې، (۱۵۰) کيلو دانه، اوبخور او دانه خور ورکړل شول.
د يوبل خبر له مخې (۳) راستنېدونکو او مستحقو کورنيو سره د (CHA) موسسې له لورې نغدي مرستې وشوې، چې هرې کورنۍ ته (۲۲۶۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.