هرات کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لارې د وري د (۲۰) څخه تر (۲۲) مې (۱۵۴۴) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې د اسلاميک ريليف (IRW) له لورې ( ۵۹۴) کورنيو هرې ( ۱۰) زره افغانۍ او د (ACTION AID) له لورې
( ۹۵۰) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۵۱۸۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.