بلخ کې (۴۰) کورنيو  سره نغدي  مرستې  وشوې

sadam_morr
-

د (NRC) موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارور ياست  په همکارۍ ( ۴۰) کورنيو سره  د وري په (۱۷) مه نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د مهاجرينو چارو رياست له لورې څه موده وړاندې د ابو دوجانه کمپ او بلخ،چمتال او  چهاربولک ولسوالۍ کې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، له ډلې يې (۳۱) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۲۵۳۰) افغانۍ او (۹) نورو کورنيو هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه ( ۵۰۶۶۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.